Afghanistan Oil and Gas Sate-Owned Corporation (AOGC) شرکت امارتی نفت و گاز افغانستان
د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت لنډه پيژندنه : د افغانستان نفت او ګاز امارتی شرکت د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۰ لمریز کال کې د امارتی انحصاراتو تر عنوان لاندې د نفتو د سکتور اړونده کړنو د مدیریت او څارنې په موخه تاسیس شو. د یاد شرکت حقوقي شخصیت د کلونو په اوږدو کې د وخت د غوښتنو په پام کې نیولو سره څو ځلې بدلون کړی چې بلا آخره په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د یاد شرکت حقوقي شخصیت له تصدی څخه شرکت ته بدلون وموند. د افغانستان نفت او ګاز امارتی شرکت د تیلو او ګازو د پیر، پلور، ذخیره کولو او د تیلو او ګازو د کمیت، کیفیت، او قیمت د څارنې او خصوصي سکتور ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کړنې ترسره کوي.