Organization of Afghan Welfare Society (OAWS)

"افغاني خیریه ټولنې موسسه – Organization of Afghan Welfare Society OAWS" ناگټندویه او نادولتي موسسه ده، چې له ځانگړي حقوقي هويته برخمنه ده او د هېواد بیارغونې ته په پام د ښوونیزو، روزنیزو، روغتیا پالنې، عامه خدمتونو او د هېوادوالو د وړتیا لوړولو او پالنو په برخه کې کار او فعالیت لري.

د (OAWS) موسسه له اقتصاد محترم وزارت سره په (3452، شمېره، نېټه: 24، 02، 2015م) ثبت ده او له اړمنو هیوادوالو سره د پوهنې، روغتیا، کرنې او ټولنیزو ښیگڼو په برخو کي مرستې کوي او په یادو سکتورونو کې د افغانستان د ملي پراختیايي ستراتیژۍ له مخې او د ناگټندویه ادارو د لید پر بنسټ د ټول هېواد په کچه بېلابېل مرستندوی پروگرامونه پلي کوي.