karyab logo

duties

  • د engagement plan سره سم اود چمتو شویو چک لستونو پرمټ د اړوند قوانینو ، مقرراتو ، پالیسیو، پروسیجرونو او متحدالمالونو په رڼا کې د شعبو پلټل .
  • د پلټنې په لړ کې د تخلف او تقلب د موندلو په صورت کې ډلمشر خبرول او بېړنی راپور وړاندې کول .
  • اړوند ډلمشر سره د ورسپارل شوی برخی د پلټنو د موندنو شریکول .
  • په کړنو او څیړنی کې د شته ستونزو په باب د بانک له شعبو او کارکوونکو څخه د وضاحتونو غوښتنه .
  • تر پلټنې لاندې شعبې د پالیسۍ کتنه او په باب یې اصلاحی آندونه وړاندې کول .
  • په ناڅاپي پلټنو کې ګډون کول .
  • د کورنۍ پلټنې د مخکنیو موندنو په اړه د شعبو له اصلاحي کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول او د اسنادو کتل .
  • په اړوندو دوسیو کې د پلټنې د موندنو حمایوی اسنادو تنظیم ،فهرست د کیفیت او تضمین ډلی سره شریکول.
  • ترپلټنې لاندې شعبو په پیل ناسته او پای ناسته کې ګډون کول .
  • د کورنۍ پلټنې آمریت په ناستو کې ګډون کول .
  • له پالیسۍ ، د پلټنې له سټنډرډونو ، منشور، منول، متحدالمالونو او دندو له لایحې څخه پوهاوی .
  • د پلټل شویو شعباتو د راپورنو په ترتیب کی د ډلمشر سره همکاری کول. د ترپلټنو لاندې برخو د قوت او کمزوریو ارزول .
  • د پلټنی په بهیر کی د پلټنی مسولین د استقلالیت، مسلکی توب او code of ethics, and code of conduct جدآ په نظر کی نیول.
  • د پلټل شوی شعبی دوسیی ترتیب د موندونو پر بنسټ د اسنادو او مدارکو تنظیم ول اود ډلمشر سره د وروستی کتنی په پار شریکول.
  • په ځانګړی پلټنو کی کله چی د آمر یا مرستیال آمر له لوری موظف کیږی په موقع راپور وړاندی کول
  • ټاکل شویو موخو د تحقق لپاره د کورنۍ پلټنې آمریت او د پلټنې ډلمشر دengagement plan په ترتیب کی همکاری کول لارښوونو سره سم د اړوندی شعبی پلټل.
  • په اداري کړنو کې د قانون او د کورنۍ پلټنې مسلکي سټنډرډونو سره سم ترپلټنې لاندې کاري ساحه کې د ادارې د چلند ډول او اخلاقي کوډ پالیسۍ له رعایت او پلي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د پلټنو په چارو کې د نظم او اغېزمنتیا د ایجاد لپاره د کورنۍ پلټنې ډلمشر د لارښوونو ترسره کول .
  • د دندو د غوره ترسره کولو لپاره خپل ظرفیت لوړول .
  • د بانک د اسرارو او باالخصوص د پلټنې پرمهال د محرمیت ساتل .
  • د راټولولو ، ارزیابۍ او معلوماتو په بهیر کې د بې پرو ، خپواکو او مسلکي کړنو د ترسره کولو لپاره د کورنۍ پلټنې آمر ، مرستیال او ډلمشر د لارښوونو پلي کول .
  • د قوانینو ، مقرراتو او پښتنې بانک د موخو په رڼا کې د کورنۍ پلټنې ډلمشر، مدیر ، مرستیال او آمر له لورې د ټولو سپارل کېدونکو دندو ترسره کول .
  • د بانک له سرچینو ، شتمنیو ، او توکو څخه ساتنه او اغېزمنه ګټه اخیستنه
  • د پلټنې په ټولو مراحلو کې تر پلټنو لاندې مراجعو سره د اغېزمنې همغږۍ او اړیکې جوړول .
  • د کورنۍ پلټنې له همکارانو ، تر پلټنې لاندې شعبو ، د کورنۍ پلټنې له آمر او مرستیال سره د اړیکو او اغېزمنې او مسلکي همغږۍ رامنځته کول او پالل .
  •  د پلټنې د ټولو راټولو شویو اسنادو د مستند سازئ او فایلینګ په موخه داجرائیه 

qualification

د ګمارنې شرایط( د زده کړو کچه او کاري تجربه):

د دندو دا لایحه د کار قانون 13 مادې په پام کې نیولو او له لږ ترلږه لاندې شرایطو او معیارونو سره چمتو شوې ده: 

د زده کړې برخه:

  • په اقتصاد ، عامه اداره ، ادار او سوداګرۍ او مالي مدیریت کې د لږ تر لږه لسانس سند درلودل .

کاري تجربه:

  • دندې پورې د تړلې لږ تر لږه د دوو کلونو کاري تجربې درلودل .

اړین مهارتونه:

1. د ډله ایز کار ، مدیریت او رهبرۍ مهارت درلودل .

2. په ملي ژبو او اینګلیسي ژبه د لیکلو او راپور وړاندې کولو مهارت درلودل .

3. دندې پورې په اړوندو کمپیوټري پروګرامونو تسلط .

4. په کار کې پرېکنده ، ریښتونی ، د غوره چلند خاوند ، نوښتګر ، با ډیسپلینه ، د دندې په وخت پورې پابند ، ډله ایز کارته علاقمند ، مسؤلیت مننونکی ، تصمیم نیونکی او په مسلکیتوب سمبال .

تشویقي موارد:

  • د CIA، ACCA,CPA & CA ,CSAAسند درلودل.

Submision Guide Line

Interested candidates are requested to submit their application (CV with the Education Document and Tazkira Scan in one PDF format) to the Human Resources Department, Pashtany Bank.


To apply, please click on the link below: Jobs in Afghanistan | Find your dream job in Afghanistan

Only complete applications will be accepted, and short-listed candidates will be contacted to interview.

Job Overview

  • Announced date : July 7, 2025
  • Expire Date : July 14, 2025
  • Number of Jobs: 4
  • Vacancy Number: 67-2025
  • Salary : As per company salary scale
  • Contract Type : Permanent
  • Contract Duration : 1 year
  • Employment Type : Full Time
  • Gender : Male
  • Nationality : Afghan
  • Probation Period : 3 month
  • Minimum Education : Bachelor's Degree

Organization Information

Pashtany Bank

Pashtany Bank was established in 1333 (1954 CE) during King Mohammad Zaher Shah regime with an initial investment of AFG 120 million. Mr. Janat Khan Gharwal was appointed as the first president.

Categories

Finance Management

Required Languages

Persian Pashto English