وظیفوي مسئولیتونه :
- د نړیوالو مقرراتو (ITU Radio Regulations) سره سم د سټلایټي شبکو د فایلینګ (اسنادو)
- (Advance Publication, Coordination and Notifications ) چمتو کول او د مخابراتو نړیوالې اتحاديې ته يې استول.
- د سټلایټونو په برخه کې د همغږۍ په موخه د تخنیکي مطابقت لپاره د
- technical compatibility (interference analysis, link budget calculations, coverage studies)
- مطالعاتو او محاسباتو سره کول.
- د نورو هیوادونو/ اپریټرانو سره د (orbit – Frequency Coordination) په دوه اړخیزو او درې اړخیزو ناستو کې ګډون کول.
- د مضره اخلال (Interference) څخه د افغانستان د سټلایټ د مدار د موقعیت ساتنه.
- د BRIFIC محتویات مطالعه کول او د مخابراتو نړیوالې اتحادیې ته د افغانستان د ځمکنیو مخابراتو (Terrestrial Telecommunication Services) او فضايي خدمتونو (Space Telecommunication Services) ته د اخلال (Interference) پیښیدو په صورت کې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې ته خبر ورکول او د هغې مخنیوی کول.
- د سټلایټي خدمتونو د همغږۍ په پروسه کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو څه د ترلاسه کیدونکو تخنیکي یادښتونو تحلیلول او په خپل وخت سره ځواب ورکول.
- د سټلایټ د فریکونسیو او د سټلایټ مدارونو اړوند د تخینکي مقرراتو په جوړولو کې د ادارې سره همکاري کول.
- د سټلایټي شبکو د همغږۍ (Satellite Networks Coordination)، د فریکونسیو د توزیع( Frequency Assignment) او د جوازلیکونو د توزیع لپاره د ملي طرزالعمل جوړول.
- د (Satellite Orbit - Frequency Coordination) په برخه کې د مخابراتو نړیوالې اتحاديې د مهال ویشونو او نېټو مراعتول.
- د ITU-R مطالعوي ډلو(Study Groups)، نړیوالو راډیوي کنفرانسونو (WRCs) او سیمه ییزو غونډو کې د هېواد استازولي کول.
- په نړیوالو بحثونو کې د هیواد د تخینکي دریځ د ملاتړ په موخه د تخنیکي (Input) چمتو کول.
- د سپوږمکۍ جواز غوښتنلیکونو تخنیکي او قانوني ارزونه.
- د ځمکنیو فریکونسي څانګو سره همغږي کول ترڅو د ځمکنیو او فضایي خدماتو ترمنځ د مداخلې مخه ونیول شي.
- د اړتیاپر مهال د فریکونسیو د طیف د منجمنټ ریس لخوا د ورسپارل کیدونکو فعالیتونو اجرا کول.
- د سټلایټ آمریت ټيم ته ددې آمریت د دندو د لایحې مطابق د وړتیا لوړونې د لازمو روزنیزو پروګرامونو برابرول.
- د کاري محدودې مطابق د مافوق آمر لخوا د بلې هرې سپارل شوې دندې سرته رسول.
مواصفات
تحصیلات، تجارب او لازم مهارتونه :
درجه تحصیل :
- په مخابراتو، بریښنایي انجنیرۍ یا کمپیوټر ساینس کې لږ تر لږه د لیسانس سند ولري.
تجارب لازمه:
- په (Satellite Orbit – Frequency Coordination) په برخه یا ورته ساحه کې لږ تر لږه (۴) کاله کاري تجربه ولري.
- د سټلایټ د فریکونسیو او سټلایټ مدارونو د پیچلو موضوعاتو د تحلیل وړتیا ولري.
- د (Satellite Orbit – Frequency Coordination) په برخه کې د ملي او نړیوالو مقرراتو او معیارونو ژوره پوهه ولري.
- قوي تحلیلي او دستونزې د حل کولو وړتیاوې ولري.
- غوره اړیکې او د خلکو سره د ښه چلند مهارتونه ولري.
- د (Satellite Orbit – Frequency Coordination) اړوندو سافټویرونو څخه د ګټې اخیستنې مهارت ولري.
- په ګروپي کار کې کافي توانایي ولري .
- د اړوندو کمپیوټري پروګرامونو، په ځانګړې توګه (MS Office) بشپړ پوهه او مهارت ولري.
- د افغانستان تابعیت ولري او په هېواد کې مېشت وي.
- د جرم سابقه ونه لري.
- په پښتو او دري ژبو ښه خبرې وکړي او د انګلیسي ژبې سره کامله بلدتیا ولري.
- د بیسیم مخابراتو د فریکونسیو د پیژندنې مهارت ولري، او همدارنګه د مجاز او غیر مجاز فریکونسیو تر منځ توپیر وکولی شي.
- په مدیریت او رهبرۍ برخه کې کافي وړتیا ولري.
- د مالي او اداري دسپلین مراعتول.
- د مراتبو د سلسلې مراعتولو ته ژمن وي.
د محترمو کاندیدانو څخه هیله کیږي چې تر څو د اړونده بست لپاره څانګړې فورمه ډکه او لاندې بريښنالیک ته يې راواستوي او همدارګه کولای شي چې یاده فورمه د کارکوونکو د چارو د استخدام د آمریت څخه ترلاسه کړي .
پته : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ۱۸ پوړیزه ودانۍ دیارلسم منزل د استخدام آمریت
بریښنالیک jobs@atra.gov.af
د اړیکي شمیره : 0202100763
نوټ : د ټولو محترمو کاندیدانو څخه هیله کیږي چې که چیرې ستاسو تحصیلات او یا هم کاري تجربه د پورته بست سره سمون نه خوري لطفا خپل غوښتنلیک مه را استوئ .
په درنښت
Submission Guidelines:
All applications Forms ( CV & Cover Letters are not considered )should be submitted via email to: jobs@atra.gov.af
Please, clearly indicate on the subject line the title of the position. Applications received after the
Closing date will not be considered.
Creating an enabling environment for the investors and safeguarding the rights of consumers, ATRA is a state agency regulating the telecom market. We help with expansion services across the country to millions of Afghans, create and enforce regulations, develop standards, provide universal access to the services, and oversee and foster competition in the telecom market– all in a non-discriminatory and transparent manner, by creating a level playing field.