karyab logo

ولایتي روزونکی او ولایتي همغږی کوونکی

  • Organization of Afghan Welfare Society (OAWS)
  • Logar

duties

دندې او مسؤلیتونه

  • د پروگرام ملاتړ، د پروژې په لړ کې د کروندگرو د روزنې د چارو همغږي او مدیریت او په اړوند ولایت کې د پروژې د ټولو چارو مدیریت، همغږي، څارنه او د پروژې مدیر ته د ټولو چارو په برخه کې ملاتړیز رول او د اسانتیاوو چمتو کول؛
  • په ولایت کې د ورځنیو عملیاتو څارنه، د پروگرامونو فعالیتونه همغږي کول او د پروژې موخو ته له رسېدو ډاډ ترلاسه کول؛
  • د کاري پلان سره سم د ټاکل شویو پروژيي فعالیتونو د اغېز او اغیزمن پلي کولو لپاره تخنیکي ملاتړ او څارنه تر سره کول کول؛
  • د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت سره د کاري اړیکو ساتل او پراخول، له دې سربېره د ولایتي کرنې ریاست، د اقتصاد ریاست، او هدف لرونکو ټولنو ته د پروژې د اړینو معلوماتو او ورځني پرمختگ په برخه کې منظمه همغږي او ورته د اړتیا له مخې په وخت معلومات وړاندې کول؛
  • د پروژې د فعالیتونو میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونه چمتو کړئ؛
  • په ولایتي کچه د پروژې په لړ کې د روزنیزو پروگرامونو، ورکشاپونو او غونډو اسانتیاوې رامنځ ته کول؛
  • د پروژې له کاري لید سره سم او د کرنې وزارت د دوه اړخیز هوکړه لیک پر بنسټ په ولایتي کچه سروې او ارزونې ترسره کول او په غوره شوو ولسوالیو کې د (کرنې کڅوړه او کیټ) پروگرام د پیاوړتیا لپاره عملي طرحې او نظرونه وړاندې کول؛
  • د پروژې د پروگرام له مخې په غوره شوو ولسوالو او کلیو کې کرنیزې شوراگانې او کمېټې جوړول؛
  • د (کرنیزو کڅوړو او کیټونو) د کرنیزو کمېټو غړو او د تر لاسه کوونکو کروندگرو ټولنو غړو ته د معیاري کښت او له معیاري کرنیزو توکو څخه د اغېزمنې گټې اخیستنې په پار د پوهاوی دوه ورځنی هر اړخیز سمینار چمتو کول او له بشپړېدو یې ډاډ تر لاسه کړل؛
  • د کرنیزو اړتیاوو او موضوعاتو د ښه پیژندلو او حلولو په برخه کې د منظمو غونډو او بحثونو له لارې له ټولنې سره مثبتې اړیکې رامنځته کول؛
  • د ټولنې پر بنسټ د تحرک او حساسیت غونډو مدیریت او د ټولنې غړو او د پروژې گټه اخیستونکو ته د پروژوي فعالیتونو ورپېژندنه او معرفي تر سره کول؛
  • •   د (کرنیزې کڅوړې او کیټ) پروژې په لړ کې د ولایت په کچه د گټه اخیستونکو د پیژندنې، غوراوي او ثبت په پروسه کې فعاله برخه اخیستل او د ثبت په برخه کې به د the Kobo Toolbox system)) سیستم کارونه او له مخې یې راپورونه چمتو کول.
  • د (کرنیزې کڅوړې او کیټ) پروژې لپاره د غوره شوو ټولنو او گټه اخیستونکو لپاره په منظم ډول د پوهاوي غونډې ترسره کول او د (کرنیزې کڅوړې او کیټ) فعالیتونه په منظم ډول تعقیب او ورڅخه څارنه کول؛
  • نورې هغه اړوندې دندې او کړنې، چې د پروژې د اړتیا په مهال یې موسسه/د پروژې مدیر سپارښتنه کوي.

qualification

د دندې اړتیاوې

  • د کرنې په برخه کې د لیسانس سند درلودل؛ خو د ماسټرۍ سند غوره دی؛
  • په اړونده برخه کې لږ تر لږه ۴-۵ کلنه تجربه؛
  • د اړیکو ښه مهارتونه درلودل؛
  • تر فشار لاندې او ستونزمنو سیمو او کاري چاپیریال کې تجربه درلودل؛
  • له ټکنالوجۍ سره د بلدتیا په برخه کې لږ تر لږه د ورډ او ایکسل پروگرامونو مهارت او کاري برلاسي.

Submision Guide Line

غوښتنلیک شریکول

د پورتنیو کړنو او چارو په برخه کې وړ او تجربه درلودونکي اشخاص‎ او غوښتونکي به زموږ ټولنیز ملاتړ لا غښتلی کړي، چې خپله غوښتنه او پېژندنه (CV) د دې کاري بست د اعلان تر پای نېټې پورې، په لاندې لیکل شوې اړیکه راسره شریکه کړي.

مهرباني وکړئ، په برېښنالیک کې مو غوښتنه، د بست نوم او معلومات مخامخ او صریح راسره شریک کړئ، چې د لنډلیکلړ له مخې به درسره اړیکه ونیول شي. مننه

nawardak@oaws.org.af / info@oaws.org.af

+(0) 93 20 256 2222 / +(0) 93 788 23 23 88


Job Overview

  • Announced date : Sept. 9, 2025
  • Expire Date : Sept. 18, 2025
  • Number of Jobs: 1
  • Vacancy Number: 2025 OAWS- - 20
  • Salary : As per company salary scale
  • Contract Type : Fixed-term
  • Contract Duration : 8 month
  • Employment Type : Full Time
  • Gender : Male
  • Nationality : Afghan
  • Probation Period : Not Specified
  • Minimum Education : Bachelor's Degree

Organization Information

Organization of Afghan Welfare Society (OAWS)

"افغاني خیریه ټولنې موسسه – Organization of Afghan Welfare Society OAWS" ناگټندویه او نادولتي موسسه ده، چې له ځانگړي حقوقي هويته برخمنه ده او د هېواد بیارغونې ته په پام د ښوونیزو، روزنیزو، روغتیا پالنې، عامه خدمتونو او د هېوادوالو د وړتیا لوړولو او پالنو په برخه کې کار او فعالیت لري.

د (OAWS) موسسه له اقتصاد محترم وزارت سره په (3452، شمېره، نېټه: 24، 02، 2015م) ثبت ده او له اړمنو هیوادوالو سره د پوهنې، روغتیا، کرنې او ټولنیزو ښیگڼو په برخو کي مرستې کوي او په یادو سکتورونو کې د افغانستان د ملي پراختیايي ستراتیژۍ له مخې او د ناگټندویه ادارو د لید پر بنسټ د ټول هېواد په کچه بېلابېل مرستندوی پروگرامونه پلي کوي.


Categories

Agriculture

Required Languages

Persian Pashto English