د ابو او انرژی وزارت
د انرژی معینیت د انرژۍ معینیت لنډه تاریخچه دانرژۍ معینیت په1353هجرﻱ شمسﻱ کال د وخت د دولت په چوکات کې د برق او د اوبو واحد ادارې په نوم فعالیت درلود. او د1353هجری شمسی کال په آخرو کې داوبو انرژۍ په وزارت بدل شو او په تشکیل کې ﻱې د انرژۍ په نوم یو معینیت ځای پر ځای شو چې د انرژۍ چارې مدیریت او انکشاف ورکړی. له هماغه وخته تر اوسه د هغه معینیت د سکتورﻱ ریاستونو په لرلو د انرژی د انکشاف په برخه کې دټول هیواد په سطح منل شوی او د انکشافﻱ پروژو په پلﻱ کولو چی له جملﻱ ﻱې تولیدﻱ پروژې،انتقالﻱ لینونه ،بلند ولتاژ او د برق ویشنې شبکه پلې اوگټه اخیستوته سپارلې دی. دبرق انرژۍ سکتور تګ لاره: 1-څرنگه کولﻱ شو د انرژۍ په سکتور کې د هغه سکتور دملی تگلارې په عملﻱ کولو سره د اقتصادﻱ سکتور د پرمختیا،ټولنیزې اړتیاوې،داوسنې او راتلونکﻱ نسل د بهبود د فقراو بیکارۍ سره مبارزه او د سالم حکومت لرونکې اوسو دانرژۍ سکتور پرمختگ د باورﻱ انرژۍ په تامین د محیط زیست سره همغږﻱ، په مناسب قیمت چې د هیواد په اقتصادی او ټولنیز پرمختگ په ځان بسیاینی په ملی سرچینو او د انرژۍ د خصوصﻱ سکتور د پانگه دحکومت څارنې لاندی ترسره کیږی. دبرق د انرژۍ سکتور اوږد مهاله ستراتیژیک لید: زمونږ ستراتیژیک لید د پایه داره انکشاف او په هیواد کې په اقتصادﻱ او اجتماعﻱ سکتورونو کې د اړتیا وړ انرژۍ په تامین سره د اوسنیو او راتلونکو نسلونو سره د اقتصادﻱ او ټولنیز اړتیاو پر بنسټ. دباکیفیته او د باور وړ انرژۍ د پوښښ زمینه سازﻱ. دبرق تولید د پروژو پلﻱ کول د داخلی پوتنسیل پر مټ. دځان بسیاینی لپاره ځانگړې پاملرنه د هیواد په هره سیمه کې دهیواد په ټولو ولایتونوکې په مناسبه بیه او مساوﻱ ډول د برق د انرژۍ برابرول. دهیوادونو سیمیز همکاریو د تقویت رول د اوبو سرچینو څخه د ترانزیت بستر تر عنوان لاندې د پانگونې پرمټ د اوبو څخه د بریښنا تولید خلکوته چمتو کول. اساسﻱ او کلیدﻱ اقدامات : د انرژۍ یا برق دستگاو ته پرمختگ ورکول او د باورﻱ او باکیفیته انرژۍ اماده کول. د هیواد د مختلفو سرچینو څخه د ځان بسیا انرژۍ په خاطر د برق د تولید د پروژو زیاتوالی . د معیارﻱ او با کیفیته انرژۍ په مساوﻱ ډول د هیواد ټولو وگړو ته وړاندﻱکول. په منظم ډول ترانزیت بستر پیوستون،تبادله د سیمیزی انرژۍ د سوداگرۍ له لارې. د برق انرژۍ په تولید کې دگډو سرچینو ته دسیمه ایزې پانگونې راجلبول. د برق انرژۍ د ویشنې دستگاه پرمختیا د انرژۍ خوندیتوب د تقویت په برخه کې. د هیواد د کلیوالﻱ سیمو ته د برق د انرژی رسوونه د بریښنا سکتورونو د مدیریت پیاوړﻱ کول د بریښنا د مصرف په برخه کې . د پروژو د مدیریت مالﻱ سرچینو او نرخونو برابرول. د خصوصی سکتورونو لپاره د تشویق او ترغیب د سهولتونو برابرول.