د شفاخانې د مسلکي او اداري چارو د پلان جوړونې، رهنمايۍ او همغږۍ مسؤول، تر څو د روغتون له کارکوونکو سره په نږدې همکارۍ، د اړوند کلستر منیجر په مشوره، او تطبیقوونکې مؤسسې او د اساسي صحي خدماتو د اصولو او رهنمودونو مطابق د لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کولو کې مرسته کول.
د جراحي مريضان پر وخت تشخیص او تداوي کول.
د عملیاتو وروسته د ناروغانو مراقبت او له عملیات وروسته د ځان د مراقبت مشورې ورکول.
د جراحي څانګې، عمليات خونې او د تمویل مرکز د ټولو کارونو څارنه.
ډاډ ترلاسه کول چې د عمليات خوني ټول مؤظف کارکوونکي د استرليتي (سپسي) او ضد انتان (انتي سپسي) اصول مراعتوي.
د امېندوارو ښځو د پيچليو حالاتو پېژندنه او پر وخت اقدامات کول.
د عمليات خوني وسايلو صحیح تعقيم څخه ډاډ ترلاسه کول.
د بستر شوو مريضان عيادت او تعقیب، او د دوی لپاره اړين تدابير نیول.
د روغتون په سهارنی غونډه کې د IPD پېښو او د عملیاتو شمېر راپور ورکول.
مريضان د تشخیص او معاینې پر بنسټ تداوي کول، یا اړتيا په صورت کې، پرمختللو مرکزونو ته راجع کول.
د راجستر کتاب منظم ډکول (د مريض موجوديت پر مهال) او د مريض بشپړ معلومات، تشخیص، درملو توصیه، د مريضانو راجع کول او نورې مشورې د معاینې پر بنسټ ثبتول.
د HMIS اړتیا مطابق د احصایې، ناروغیو او تداوي راپورونه په بشپړ او صحيح ډول ډکول.
د صحي مرکز له ټولو څانګو سره همکاري او عملي روزنو ترسره کول.
د بارورۍ روغتيايي خدمتونو برخه کې مستقيمه همکاري، د سيزيرين پېښو اجرا کول، او د اړوندو څانګو له خوا د مشورې په صورت کې همکاري کول.
د افغانستان د اساسي صحي خدماتو د پکیج (BPHS) کافي معلومات لرل او عملي کول یې.
د عملیاتو وروسته د مريضانو پېښې د عملیات خوني پروتوکول کتاب او د مريضان دوسیو کې ثبت او راجستر کول
نورې دندې چې د اړوند سوپروایزر یا د مؤسسې مسؤل له خوا ورکول کیږي، ترسره کول.
د یو پېژندل شوي طبي پوهنتون څځه فراغت او د جراحۍ تخصص سند ولري.
لږترلږه دوه کاله اړونده کاري تجریه ولري.
په BPHS/EPHS پروژو کې کاري تجربې درلودونکو ته ترجیح ورکول کیږي.
مهربانه او خوش اخلاقه شخصیت ولري، د پښتو او دري ژبو ښه تسلط.
If you believe you are the right candidate, please click the link below, complete the form, and submit it.
Please do not submit applications via email. Instead, complete the form using the link below.
https://forms.gle/HubsC32HsFUb16Tq6
KBHAO is an equal opportunity employer committed to safeguarding children, young people, and vulnerable adults. Background checks and criminal records disclosure are part of our hiring process.
The KBHAO (Khaire Bashar Health & Aid Organization) is a non-profitable, non-governmental, and non-political development-oriented organization (registered No. 5283 on November 25, 2021) with the Ministry of Economy, Islamic Emirate of Afghanistan. KBHAO specializes in enhancing human capital for the purposes of poverty reduction, the development of health services, and expanding citizens rights to self-reliance.