karyab logo

duties

  • مشتریانو ته د بانکي خدمتونو تشریح کول، په خاص ډول سره؛ د هیواد په دننه او بهر کي د پيسو لېږد رالېږد، د بانکي تضمین لیکونو صادرول، دولتي او غیردولتي ادارو، مارکېټ او مشتریانو ته د اسلامي بانکدارۍ په اړه عامه پوهای ورکول او د پښتني بانک د حسابونو ( ویسټرن یونین او داسي نورو) په اړه مشتریانو ته معلومات ورکول؛
  • د وېش د فورمې پر اساس دولتي او غیر دولتي ادارو او مشتریانو ته د بازارموندنې په موخه د اشتهاراتي موادو وېش؛
  • په دولتی او غیر دولتي ادارو کي د وزیرانو، معینانو، رئيسانو، تجارانو، صنعت کارانو او داسي نورو اشخاصو سره، چي بانکي خدمتونو ته ضرورت لري، د ملاقات وخت تعینول، تر څو د بانک له مقاماتو سره ملاقات وکړي؛
  • د بانکي خدمتونو په برخه کي د نوو مشتریانو راجذبول؛
  • د بازارموندني په موخه د دولتي او غیر دولتي ادارو، تجارتي ساحو ( تجارتي شرکتونه، تجارتي مارکېټونه، ټرانسپورټي شرکتونه او داسي نور...) احصائيه کول؛
  • له مرکزي دفتر، ښاري او ولایتي څانګوڅخه د بازارموندنې او وېشل سوو اشتهاراتي موادو راپور اخیستل؛
  • د نظم او ډسپلین په خاطر د مرکزي دفتر، ښاري او ولایتي څانګو څخه لیدنه کول؛
  • له بانکي خدمتونو څخه د رضایت او نه رضایت په خاطر د دولتي او غیر دولتي ادارو او فعلي مشتریانو سروې کول او د بازارموندنې کمېټې ته ئې راپور ورکول؛
  • په رسمي او غیر رسمي ورځو کي په هغو نندارتونونو کي ګډون کول، چي د پښتني بانک او نورو ادارو له لوري جوړېږي؛
  • د بازارموندنې لوی مدیریت ته د کاري فعالیتونو راپور وړاندي کول؛ 
  • اجرائیه مدیریت ته په مختلفو ساحو کي د اشتهاراتي موادو د وېش میاشتنی راپور وړاندي کول؛
  • هغو محصلینو ته چي د بشري سرچینو د لوی مدیریت له لوري معرفي سوي وي، د بازارموندنې په اړه ټرېننګ ورکول؛
  • د هغو متنونو اصلاح چي د بازارموندني په موخه په ټولنیزو شبکو او بروشرونو کي چاپېږي؛
  • د بانک د خدمتونو، پرمختګونو او بازارموندني په موخه د درې میاشتنۍ مجلې ترتیب او جوړول؛
  • د مجلې له پاره داسي موضوعات ټاکل، چي د پښتني بانک خدمتونه، پېغام، ارزښتونه او لاسته راوړني په اغېزمنه او تخلیقي بڼه وړاندي سي؛
  • په مجله کي د بانک د کارمندانو د ظرفیت لوړولو له پاره علمي اقتصادي مقالې او څېړني ترتیبول؛
  • د پښتني بانک مرکزي څانګي، ښاري او ولایتي څانګو، دولتي او غیردولتي ادارو او ویب سایټ ته د مجلې لاسرسی زیاتول؛
  • او د ټولو هغو دندو سرته رسول، چي د بازارموندنې د لوی مدیر او مقاماتو له خوا د قوانینو، مقرراتو او د بانک د اهدافو مطابق ورسپارل کېږي.

qualification

د تحصیل کچه:

  • لیسانس په اقتصاد، ادبیات، ژورنالیزم، حقوق (اداره او ډيپلوماسي) او نورو اړوندو رشتو کي.
  • (۱)کال کاري تجربه په اړونده برخه کي.

اړین مهارتونه:

  •  د هیواد له ملي ژبو (دری او پښتو) او له انګلیسي او کمپيوټر پروګرامونو سره پوره بلدتیا درلودل؛
  •  د بازار موندني په برخه کي لنډمهاله کورسونه بشپړول؛
  •  د ادارې او مدیریت له پروګرامونو سره اشنايي؛
  • د مشتريانو په مقابل کي د افهام او تفهیم مهارت لرل؛

هڅونکي موارد:

  •  د کارمندانو او مشتریانو سره ښې اړېکي جوړول او د افهام او تفهیم مهارت لرل؛
  •  د مشتریانو د جذبولو له پاره مختلفي لاري سنجول؛
  • د بازارموندنې له ټیم سره همکاري کول؛
  • د بازار معلوماتو ته لاسرسی؛
  • په خپلو کارو کي هڅاند وي او نوښتیز فکر ولري.

Submision Guide Line

Interested candidates are requested to submit their application (CV with the Education Document and Tazkira Scan in one PDF format) to the Human Resources Department, Pashtany Bank.


To apply, please click on the link below: Jobs in Afghanistan | Find your dream job in Afghanistan


Only complete applications will be accepted, and short-listed candidates will be contacted to interview.

Job Overview

  • Announced date : May 2, 2025
  • Expire Date : May 10, 2025
  • Number of Jobs: 1
  • Vacancy Number: 50-2025
  • Salary : As per company salary scale
  • Contract Type : Permanent
  • Contract Duration : 1 year
  • Employment Type : Full Time
  • Gender : Male
  • Nationality : Afghan
  • Probation Period : 3 month
  • Minimum Education : Bachelor's Degree

Organization Information

Pashtany Bank

Pashtany Bank was established in 1333 (1954 CE) during King Mohammad Zaher Shah regime with an initial investment of AFG 120 million. Mr. Janat Khan Gharwal was appointed as the first president.

Categories

Finance Media Public Policy

Required Languages

Persian Pashto English